پښتو اولسي متلونه
Pashto Proverbs
الف
الحمدالله هغه الحمد ده خو خله د ميا عمرؒ نۀ ده۔
اوّل ځان دے بيا روستو جهان دے۔
اوّل طعام دے بيا کلا م دے۔
اوّل حق دګاونډي دے۔
اوّل د ميرمن راج وُواوس ئےدوينځےراج دے۔
اوّل ئے زده کو ه بيائے کو ه۔
اوّل غوږ ګوره بياسپي پسے منډه وهه۔
اوّل م پولائوخوړ واوس دَ سَړےډوډي محتاج يئم ۔
اوّل اُخوره دځان غوښے بيااُخوره دښکارغوښے۔
اَبئي زړه شوه خومړه نۀ شوه۔
اَبئي چه زوره دَه بابادَ زُوره ده۔
اَبئي هسے هم کږه وږه وه څه پيريانو اُوټسوله۔
اَبئي مړه شوه تبه ئے اوشليده۔
اَبئي په سمه کړه ئے په سوات۔
اَبئي په سمه خرڅه ئے په سوات۔
ادَي په سوات باباپه باجوړ۔
اَصيل ته اشارت کم اَصيل ته کوتک (الوړ)
اَصيل چه خوارشي نوخاورے کيږي۔
اَصيل خطا نه لري کم اَصيل وفانه لري۔
اصيله ځان دے کچه کړو چه پر توګ داَ لچه کړو۔
اَصيل چه تسبيي اَړوي ژرنده ګړے خطاکوي۔
اَصيله ښئه د خاوند په رضاژوند تيره وي۔
اُوښ ته چاوے آواره ښه وي که غراُوښ وے په دريواړو
دے شړق پر يو ځي۔
اُوښ په بډه نۀ وهلے کيږي۔
اَرزان بے علته نۀ وي ګران بے عزته نۀ وي۔
اپريديه، مطلبه
اَپريدي نۀ دے خپل نۀ دے پر دي۔
اُوبه په کمزور ځائے ما تيږي۔
اُوس به ځان په په کرايه ګرځوي۔
اُوښ په غلبيل نۀ درنيږي۔
اَتنړ وهه شيرداده نن بياد چرګ شور واده۔
اَ ختر پټ ميړه نۀ دے۔
اَدب دبے ادبوزده کيږي۔
اَختر تير شو ميټائي هيره نۀ شوه۔
اَزميئلي څوک نۀ اَزموي۔
اَزاري ته په اَزار ولو ګناه نشته۔
اَسُونو نعلونه وهل چيند خوهم پښےپورته کړے۔
اَس به درکړم خو سوريږے به پرے نۀ ۔
اَس ئے په خربار کړو خرئے پرے مُردار کړو۔
اَِرمان چه روستے عقل ړومبے وے۔
اُورته راغله دکور ميرمن شوه۔
اُوس خوره په کباپوکښے نلي۔
اُوس ئے ګر ځوه۔
اَس چه خدائےخوارئ نوبے واګوشي۔
اَس چه دخرو سره اُوتړي نودَخرو خوئ زده کوي۔
اَکُو بکوپه بل پورے بکو۔
اَلُوپه شلتالوُ کښے نۀ پيوند کيږئ۔
اَمانت زمکه هم نۀ خوري۔
اُوګے سترګے دِخدائے مړے کړي۔
اَس د موګي په زور ټوپوته وهي۔
اَميرے ئے ورکوي شيخ مِيرےئے نۀ ورکوي۔
انبار دے وي خروار دے وي۔
اُوبه دَ ورخه تيرے شوے۔
اِنسان د کانړي کلک اور دَګل نه نازک دے۔
اِنسان بے وزرو مارغه دے۔
اُوبووړے د غاړے کبل ته هم لا س اچوي۔
اُور او اُوبه زورَه وردي۔
اُورد خپلے لمنے لګي۔
اُوړه په کور کښے نۀ لري اورتنورپه بام جوړوي۔
اُوګي دډوډئ ټپاراِ وري۔
اُګوره سړي ترے لا ندے واچوه کالي۔
اُونه چه زړه شي دهرے بَلا پرے شپه شي۔
اُونه ګوره سُوري ته ئے کښنيه۔
اُوچ اُوړه په ديوال نۀ نخلي۔
اُوکړه بهرام خيله چه دے اُوباسي دخيله۔
اَمازي د شګوپُل دے ټينک به نۀ شي۔
اَ نګار رجانے لُوهار جانے۔
اَباسين هُم چه په کاسوشي نواوچ به شي۔
اَباسينه ولے شو نګيږے زه درکښے کچه ګوته هم نۀ لُوندوم۔
اُوس خبره په اباسين ورګډه شوه۔
ادم خان لا ړو رباپ ئے لاړ ۔
آله ډهنډته پرے نه جابټ خيلے تے اَنګار هے۔
اُوبه اوسکه د لنډي چه پر هر دے اوګنډي۔
ارمان افغانستان يوه سترګه دوه کسان۔
اَلا بَلا به ته کړے لُور اوځوئ به پرے ماړه کړے ۔ دَمُلا جواب به څه کړے۔
اَلاَ بلا ګردن دمُلا۔
اُوړه دِے په اُوراُړه منت دِے دڅه۔
اُبا سه پيسے بيااُخوره پتاسے۔
اشنا د کوڅے تيرکه خوند ئے والا رنګ ئے هير کړه۔
اَبا کور نشته دَ اَدے ډار نشته۔
اَبئي اَبئي په کوم تاخ کښے واچوم اُګئي۔
ابئي په خپله اوڅښل پردئ پيشو په پټو کښے زغلوي۔
ابئي چه دزړه کئي نوپه پيتئي کښے تبئي کئي (تبے)
ابئي خو په زار زاګوره په ورکړے ئےزړه چُوي۔
اَتنړ خوپه دو ګوتي نه توديږي۔
اَجل په نيټه دے۔
اَختر چه تيرشي نکريزے په ديوال اُوتپه۔
اَختر هم او نه شوا وږيره مي هم اُخريله۔
اخر مسلماني ده پنيځه وخته بانګ وئيلے کيږي۔
اخره زمانه ده لُور ترمرره عقل دانه ده۔
اخره زمانه شوه دچرګانو يارانه شوه۔
اَخورئے جوړ کړوويئلے اس به خدائے راکړي۔
اخون صيب غوړي دي غږمه کوه سړي دي۔
اخون له خو پُو لا ؤچه خپے کړي ترے راتاؤ۔
اخُون له خو ماسته چه په خوله لګي پاسته۔
اَس دِهُم وې په لس دِهُم وي۔
انګئي مل دے څوک دےد ټولو نۀ روستو۔
اُوبۀ په ډانګ نۀ بيليږي ۔
اُوبه که کړهے وې اُوربه مړکړې۔
اُوږۀ د ميچخے ځوځے دخيچنے۔
اُوزِه ننوُ ځه دګنجي بده اُوربوزه۔
اُوږي چه ماړه شي نوکران ئے موندے نشي۔
اَولاد چه نياز بين شي نۀ ددين شي نۀ دسادين شي۔
اَولا دهُم غم، نه اولاد هم غم۔
اَولا ددمور پلار وزردے۔
اُوږے ئيم خو اُوږ ستر ګے نۀ يم۔
ارمان ددادا کوره دډکه شکوره به چاپيره ګرځيدمه۔
اَبئي چه دزړۀ که نودَ اور بشو نه پر اټه پخوي۔
اَبئي ليونئي شوه په ژمي باټينګنړ غواږي
اثبات ثبوت نيشته ړنده باچائې ده۔
اَجل نه اَ ګا هرمه مره۔
احتياط ښۀ دے په هرکا ر کښے تلوار مۀ کره۔
اَخَلي په پخلي نور اُوچ مۀ لُو ندَ وه۔
اَدے به ايمانداره هله بُو لم که ځنکدن ئے په خيرتير کړه۔
اَدے غم ټَسوي وِ يرګرمَوي۔
اَدے هُم د کور ميرمن شوه۔
ارمان به کړے هلکه بيا به نۀ مُومي اَدکه۔
اَسپه کښے دَ زرو رُوپوبچے وې څوک پرے خبر نۀوي۔ په چرګه کښے دَ وؤ پيسو اکئي وي کورئے په سَر اخستے وي۔
اَس دخروپه ډله خرشي۔
اَس دسوارهُ کناټے پيترني۔
آسمان په کانړ و مۀ وُله خپل سربه مات کړے۔
آسمان ته لا ر دَ ختو نشته۔
آسمان په ستوروجينئي په خالونو ښائسته ښکاري۔
آسمان چه ويځي خوَرې باران به اوکړې۔
آسونه ئے هغوته ورکړل چه په تړ لوئے نۀ پو هيږي۔
اِسي ، بسي، بلامِ نيسي۔
آشنا راغلے نۀ دے نا آشنا ټګلے نۀدے۔
اَصل ، ياپه عمل پټيږي ياپه مال۔
اصيل سړے غير غماز وهي کم اصل پيراُستاذ وهي۔
اَصيل نه خطانۀ کيږي کم اصل نه وفا نۀ کيږي۔
اُوبوپه غاړه اُوبه غواړي۔
اُوبۀ چه په ځائے اُودريږي نوبوئي پرپږ دي۔
اُوبۀ دَ ورخه تيرے دي۔
اُوړۀ چه خميره شي هر څوک ګوتے پکښے وهي۔
اُوږے دډوډئ ټپارآوري۔
اُوږي ته په تبخي هم لري دے۔
اُوږي سړي نظر تينروي۔
اُوږي چه ماړۀ شي دَ کند وپه نندارۀ شي۔
اُوږے ئيم خو ژرندے نۀ څټم۔
اُوسپنه په اُوسپنه غوڅيږي ۔
اَوّل م سلام نۀ اَچوؤ چه م واچوؤ هغه هُم په هندو۔
اُونے ته ګوره نو سُوري لاندے ئے کښينه۔
اَس پردے سُور پرے مِيرے۔
اَصل نۀ بدليږي۔
اُوبۀ په اُوبۀ شوده په شوده۔
اوښ دے پُولے لاندے نۀ پټيږي۔
اُوراد اُوره لګي۔
0 comments:
Post a Comment